پيژندنه، ليرليد او رسالت Vision & Mission

د صنعت سره همکارۍ

د بينوا پوهنتون لرلید:

بېنوا پوهنتون غواړي، چي د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کي داسي مسلکي اشخاص وروزي، چي د هيواد په کچه د ستونزو حلولو وړتیا ولري.


د بينوا پوهنتون ماموریت:

بينوا پوهنتون د ساینس، ټکنالوژۍ او څیړنو په برخو کي و نوي نسل ته داسي علمي خدمات وړاندي کوي، چی د هيواد د آبادۍ او پرمختګ سبب وګرځي 



د بینوا پوهنتون لنډه پېژندنه 🎓

بینوا پوهنتون د کره انساني، اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې، د لوړو زده کړو له لارې د هېواد او نړۍ هر اړخیز پرمختګ ته د خدمت په روحیه، د لوړو زده کړو وزارت د ۱۸۵ شمېر جواز په اساس د ۱۳۹۴ هـ ش کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه تاسیس شوی دی.

بینوا پوهنتون د کمپیوټر ساینس 💻 او انجینرۍ دوو پوهنځیو په پرانیستلو سره خپل علمي فعالیتونه په همدې کال کې پیل کړل او تر دې دمه یې د یادو پوهنځیو په سلګونو مسلکي محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي. سره له دې چې د پوهنتون عمر ډېر اوږد نه دی، خو بیا هم پراخې لاسته راوړنې لری. پرمختللي تجهیزات او مثالي اکادمیک چاپېریال لري، او ژمن دی چې خپلو محصلینو ته لا معیاري او نړیوالو معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کړي


د بینوا پوهنتون لرلید (Vision) 🌟

بېنوا پوهنتون غواړي، چي د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کي داسي مسلکي اشخاص وروزي، چي د هيواد په کچه د ستونزو حلولو وړتیا ولري


د بینوا پوهنتون ماموریت (Mission)

بينوا پوهنتون د ساینس، ټکنالوژۍ او څیړنو په برخو کي و نوي نسل ته داسي علمي خدمات وړاندي کوي، چی د هيواد د آبادۍ او پرمختګ سبب وګرځي 


د بینوا پوهنتون ارزښتونه (Values)

نوښت (Innovation)

بینوا پوهنتون د خپلو علمي پروګرامونو له لارې د نوښت فرهنګ پیاوړی کوي او هڅه کوي چې ټولنې ته نوښتګر متخصصین وړاندې کړي.

پوهه (Knowledge)

د پوهې تولید، خپرول او عملي کول د پوهنتون بنسټیز ارزښت دی. دغه بنسټ هڅه کوي چې هېواد په ټکنالوژۍ کې ملي پرمختګ ته ورسوي او په سیمه‌ییزه او نړیواله سیالۍ کې پرمختګ وکړي.

خلک (People) 👥

خلک زموږ اساسي پانګه ده. پوهنتون هڅه کوي چې خپلو کارکوونکو ته سالم، شفاف او له تبعیضه لرې کاری چاپېریال برابر کړي او د انساني سرچینو ظرفیتونه لوړ کړي.

صداقت (Integrity)

پوهنتون د مسلکي او اخلاقي معیارونو په رڼا کې په صداقت او امانتدارۍ فعالیت کوي او د شفافې ادارې ژمن دی.

کیفیت (Quality)

په تدریس، څېړنه، مشورې او اداري چارو کې د لوړ کیفیت ساتل د پوهنتون له ثابتو ژمنو څخه دی.

علمي خپلواکي (Academic Freedom)

پوهنتون د علمي ټولنې د غړو آزاد فکر، څېړنه، او علمي فعالیتونه په فردي او ټولیز ډول ملاتړ کوي.


د بینوا پوهنتون موخې (Objectives)📌

پوهنتون د داسې ټولنې د جوړونې لپاره کار کوي چې هلته خلک:

  • د مغلقو ستونزو په حل کې مبتکر او نوښتګر وي
  • د رهبري او مدیریت وړتیا ولري
  • د انتقادي او خپلواک فکر خاوندان وي
  • منطقي، فعال او تاثیر لرونکي وي
  • قوي فردي او رهبري مهارتونه ولري
  • د نورو نظریاتو ته احترام او زغم ولري
  • له ټولنې سره په مینه، احترام او بشري تعامل چلند وکړي


د بينوا پوهنتون سټراتژيکی موخی

بېنواپوهنتون باور لري چی په راتلونکي پنځه کلونو کی لاندني موخي ترلاسه کړي:

1.      د مؤسسې لپاره د علمي کادرونو جذبول؛

2.      د ټولني د اړتیا مطابق څېړنیزي کړني ترسره کول؛

3.      د کیفیت په لحاظ مؤسسه تر لوړي کچي رسول؛

4.      د ظرفیت لوړوني په موخه له اړتیا سره سم د سازمانونو او اداري واحدونو سره تفاهم لیکونه لاسليکول؛

5.      د استادانو، کارمندانو او محصلینو ظرفیت لوړونه؛

6.      د مصارفو مدیریت او عوایدو ترلاسه کول؛

7.      ورزشي او فرهنګي فعالیتونو پراختیا ورکول؛

8.      د محصلینو خدماتو په برخه د کیفیت لوړاوي معیارونو مطابق اقدامات ترسره کول؛

9.      د لوړو زده کړو په موخه د ښوونځیو زده کوونکي تشویقول؛

10.   د برېښنايي زده کړو سیسټم ایجادو

اړیکه

د بينوا پوهنتون سره اړیکه

پته

، بينوا پوهنتون، اطاق تجارت شاته، عينومينه، کندهار، افغانستان

موږ ته زنګ ووهی

070 003 5222, 070 003 6222

موږ ته بریښنالیک وکړئ

info@benawa.edu.af