اعوذ باالله من الشيطن الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ(سورة الزمر، آيت ۹)
محترمو هيوادوالو!
د بينوا پوهنتون د رئيس په توګه زه د ویاړ احساس کوم چې زموږ د پوهنتون د تحصيلي، علمي او اداري بنسټونو يو هراړخيز انځور له تاسې سره شريک کړم. بینوا پوهنتون د هېواد په کچه له مخکښو علمي مرکزونو څخه دی چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د لوړ کیفیت زدهکړې، څېړنې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتيا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کوي.
موږ اوس مهال د کمپیوټر ساینس او انجینرۍ پوهنځي له لارې خپل علمي خدمات وړاندې کوو، چې هر یو یې د نړيوالو معیارونو پر بنسټ تنظیم شوي تحصیلي پروګرامونه، نوې ټکنالوژۍ سره همغږي نصاب، او د روزنې داسې فضا لري چې محصلین د راتلونکي متخصص نسل په توګه وروزي.
پوهنتون عصري او مجهز لېبونه لري: عمومي کمپیوټر لېب، د نيټورک لېب او د هارډوېـر لېب د برق ليب او سيول انجينری ليب چې ټول د پرمختللو امکاناتو څخه برخمن دي. زموږ محصلین کولی شي خپلې نظري زدهکړې په عملي توګه پیاوړې کړي او د واقعي کار تجربه ترلاسه کړي، تر څو د بازار او صنعت غوښتنو سره سم بشپړ چمتو وي.
پوهنتون د شفافيت، عدالت او مسووليت اصل ته ژمن دی. له همدې امله، د شکايتونو ځانګړې برخه په رسمي وېبسايټ کې فعاله ده، تر څو محصلين او استادان وکولای شي خپل نظرونه، وړانديزونه او شکايتونه په مستقیم ډول له ادارې سره شریک کړي. پوهنتون ډاډ ورکوي چې هر عادلانه شکايت په جدي توګه بررسي کېږي او د مناسب حل لپاره اقدام کېږي.
زموږ استادان د پوهنتون ستره پانګه ده. هغوی د لوړو تحصیلي وړتیاوو او غني تجربې ترڅنګ، د تدريس، څېړنو او نوښت په ډګر کې فعال او مخکښ اشخاص دي. د دوی ګډې هڅې زموږ محصلين د لوړ مهارت، قوي فکر او مسلکي راتلونکي لپاره تياروي.
په پای کې، بینوا پوهنتون د کیفیت، نوښت او پرمختګ لپاره پرلهپسې هڅې کوي. موږ هیلهمند یو چې زموږ محصلین به د هېواد د علمي، اقتصادي او ټکنالوژیک پرمختګ مخکښ ځواک ثابت شي، او پوهنتون به د دوی د ملاتړ او توانمندسازۍ لپاره تل چمتو وي.
په درنښت
عبد الهادی (مزمل)
د بينوا پوهنتون رئيس
۱۴۰۴/۹/۲۰