درې استادانو په پنځه ورځني Data Analysis in SPSS کې برخه واخیسته
راپور شمار: ۱
خپرېدو نېټه: ۲۰۲۵ کال نومبر ۸
عنوان:
د Benawa پوهنتون درې استادانو د کندهار پوهنتون په پنځه ورځني Data Analysis in SPSS کې برخه واخیسته
د سیمینار عمومي معلومات:
- سیمینار ورځی: پنځه ورځنی څېړنیز سیمینار
- د سیمینار موده: د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۸مې تر ۱۲مې
- د سیمینار ځای: کندهار پوهنتون
- د سیمینار موخې:
- Data Analysis in SPSS
- د علمي څېړنو پیاوړتیا
- د څېړنیزو مهارتونو لوړوالی
- د پوهنتونونو ترمنځ علمي همکارۍ پراختیا
د Benawa پوهنتون د ګډون جزئیات:
د Benawa پوهنتون درې استادانو په رسمي توګه د نومبر په ۸مه د کندهار پوهنتون له لوری په داير شوی سیمینار کی په لومړۍ ورځ ګډون پیل کړ. سمينار کی به په لاندې برخو کې معلومات ارایه کيږی:
۱. د څېړنې نوي مفکورې
۲. د معلوماتو د تحلیل تخنیکونه
۳. د علمي ليکنې معیارونه
۴. د څېړنیزو پروژو مدیریت
د سیمینار اهمیت:
- د استادانو ترمنځ د تجربو تبادلې لپاره غوره فرصت
- د ګډو څېړنیزو پروژو د پیل بنسټ اېښودل
- د علمي اړیکو پیاوړتیا
- د لوړو زده کړو د کیفیت لوړوالی
پایله:
د Benawa پوهنتون ګډون څرګندوي چې دا پوهنتون د علمي پرمختګ، څېړنې او نوښت په برخه کې د هېواد د مخکښو علمي بنسټونو په کتار کې دی. دا ډول پروګرامونه د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکارۍ د پیاوړتیا او د هېواد د علمي چارې د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري.
نېټه: ۲۰۲۵/۱۱/۰۸