د بينوا پوهنتون د منی سمسټر (Fall Semester) د ۲۰٪ ازموينو (20% Exams) بهیر راپور نن وړاندی شو . د (سهار او ماپښين دورو)
د بينوا پوهنتون د منی سمسټر (Fall Semester) د ۲۰٪ ازموينو د نظارت راپور
نېټه: ۱۰ نومبر ۲۰۲۵
ځای: بينوا پوهنتون کانفرانس هال
د بینوا پوهنتون د منی سمسټر (Fall Semester) د ۲۰٪ ازموينو (20% Exams) راپور نن وړاندی کړل شو. د (سهار او ماپښين دورو لپاره)
د ازموينو بهير:
د ازموينو لړۍ به د دوی هفتو لپاره دوام درلود، او په دې موده کې به د بېلابېلو ټولګیو محصلين د نظري (Theoretical) او عملي (Practical) مضمونونو په ازموينو کې برخه واخیستل. د ازموينو د شفافيت او اکاډميکو معيارونو (Academic Standards) د تأمين په موخه، د پوهنتون رئيس او استادانو د ازموينو له بهير څخه پر وخت ليدنه وکړه. هغوی ډاډ څرګند کړ چې ټولې ازموينې د ټاکل شويو اصولو (Regulations) او منل شويو اکاډميکو کړنلارو سره سم ترسره کېږي.
لابراتوارونه او عملي ازموينې:
د بينوا پوهنتون له لوری په ټولو ليبونو کی عملی امتحانونه هم واخیستل شول:
- عمومي کمپیوټر لابراتوار (General Computer Lab)
- شبکې لابراتوار (Network Lab)
- سیول او انجنيری لابراتوار
- هارډویر لابراتوار (Hardware Lab)
په دغو لابراتوارونو کې محصلين د خپلو مضمونونو له مخې عملي امتحانونه (Practical ) ترسره کړل. د ازموينو پر مهال هم د عملي مضمونونو ازموينې په همدې لابراتوارونو کې ترسره شوې، او د هر لابراتوار مسؤلينو د ازموينو په منظم جريان کې خپل رول ادا کړ.
د څارنې او تنظيم بهير:
د ازموينو چاپېريال بشپړ منظم، اکاډميک او د څارنې لاندې و. د څارنې ټيم او د امتحاناتو هئيت(Monitoring Team) د هرې ټولګې د ازموينو پر بهير نږدې نظارت وکړ تر څو د ازموينو روڼتيا او اکاډميک انضباط خوندي وساتل شي.